کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: کنګز اليون پنجاب لوبډلې خپل نوى نوم او لوګو اعلان کړه
پنجاب کنګز او پريټي زنټا

اى پي ايل: کنګز اليون پنجاب لوبډلې خپل نوى نوم او لوګو اعلان کړه

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې خپل نوم او لوګو بدل کړل، چې نوى نوم يې (پنجاب کنګز) شو او نوې لوګو يې هم خپره کړه.

د پنجاب کنګز لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې خپل نوى نوم هم بدل کړى دى او همدا راز نوې لوګو يې هم له خلکو سره شريکه کړې ده، چې د دوى د مينه والو له لوري ډېره خوښه شوې ده.


د پنجاب کنګز لوبډلې يوې مالکې او مشهورې اداکارې پريټي زنټا هم د پنجاب کنګز د نوې لوګو ويډيو خپره کړې ده.

نوموړې ليکلي دي، چې په ٢٠٢١ کال کې يې دا نوى پيل دى، اوس يې د لوبډلې نوم پنجاب کنګز شو، هغه وايي، ډېره لېواله ده چې د مينه والو سره د نوې لوګو ويډيو خپروي.


د يادولو وړ ده چې په کنګز اليون پنجاب لوبډله (اوس پنجاب کنګز) کې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان هم ٣ کاله ولوبېده، چې دا ځل هغوى نوموړى له ځان سره نه دى ساتلى او بولۍ ته وړاندې کېږي.

د اى پي ايل بولي سبا د فبرورۍ په ١٨مه نېټه په چيناى کې ترسره کېږي، چې ٧ افغان لوبغاړي به هم پکې بولۍ ته وړاندې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …