کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد، مجيب، نبي او قېس په (دي هنډريډ) سياليو کې په څومره پېسو اخيستل شوي؟
قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي او راشد خان

راشد، مجيب، نبي او قېس په (دي هنډريډ) سياليو کې په څومره پېسو اخيستل شوي؟

د انګلستان (دي هنډريډ) يا د سل توپونو سياليو لپاره د فبرورۍ مياشتې په وروستيو کې د ډرافټ مراسم ترسره کېږي، چې د افغان لوبغاړو په ګډون ډېرى لوبغاړو ورته نومليکنه کړې ده.

خو په دې لړ کې لوبډلو د تېر کال ځينې لوبغاړي هم له ځان سره ساتلي دي، چې افغان لوبغاړي هم پکې شامل دي.

د ٢٠٢١ کال د (دي هنډريډ) سياليو د لوبغاړو لپاره بيې په ٧ برخو کې ټاکل شوي دي، چې له ١٠٠ زره پاونډو څخه نيولې بيا تر ٢٤ زره پاونډو پورې دي.

دې ته د راونډ يا پړاو نومونه ورکړل شوي دي، چې هر راونډ يا پړاو کې چې کوم لوبغاړى اخيستل شوى دى، هغه راونډ يا پړاو ته ټاکل شوې پېسې به ورته ورکول کېږي.

دې سياليو ته مخکې له مخکې څلور افغان لوبغاړي اخيستل شوي دي.

راشد خان د ټرينټ راکيټس لوبډلې اخيستى دى او هغه په لومړي راونډ کې اخيستل شوى لوبغاړى دى، چې سل زره پاونډه به ورته ورکول کېږي، همدا راز مجيب الرحمان بيا دويم افغان لوبغاړى دى، چې په لومړي راونډ کې د سوپر چارجرز لوبډلې اخيستى دى او هغه ته به هم سل زره پاونډه ورکول کېږي.

د افغانستان دريم لوبغاړى محمد نبي دى، چې د لندن سپيرټ لوبډلې له لوري په دويم راونډ کې اخيستل شوى دى او د لوبېدو په بدل کې به ورته ٨٠ زره پاونډه ورکول کېږي.

څلورم افغان لوبغاړى چې د ډراټ مراسمو څخه مخکې اخيستل شوى دى، هغه قېس احمد دى، چې د ويلش فاير لوبډلې اخيستى دى، نوموړي يادې لوبډلې په څلورم راونډ کې اخيستى دى او هغه ته به د لوبېدو په بدل کې ٤٨ زره پاونډه ورکول شي.

له يادو لوبغاړو پرته د افغانستان ١٣ نورو لوبغاړو هم دې سياليو ته نومليکنه کړې ده، چې پکې اصغر افغان، نور احمد لکڼوال، جاوېد احمدي، افتاب عالم، شرف الدين اشرف، رحمان الله ګربز، کريم جنت، ظاهر خان، نوين الحق، ګلبدين نايب، وقار سلامخېل، محمد شهزاد او حضرت الله شامل دي.

د دې لوبغاړو بيې نامعلومې دي، خو که په دوى کې کوم لوبغاړى کومې لوبډلې واخيست، نو بيه به يې بيا د اړوند راونډ يا پړاو په حساب ګڼل کېږي.

په ډرافټ کې به ټولې لوبډلې دا حق ولري، چې په هر راونډ يا پړاو کې دوه دوه لوبغاړي واخلي، هغه لوبډلو چې له مخکې يې ځينې لوبغاړي اخيستي دي، هغه هم ورته په همدغه راونډ يا پړاو کې حسابېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې …