کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص د شېدو د پلورلو لپاره چورلکه (هلیکوپټر) اخیستې

په هند کې یو شخص د شېدو د پلورلو لپاره چورلکه (هلیکوپټر) اخیستې

د هندوستان په مهاراشتر ایالت کې یو بزګر د خپلو ډېرو لبنیاتو د تولید او پلور لپاره یوه ډېره ځانګړې او جالبه لار غوره کړې.

جناردن بیور هغه څوک دی چې په دې وروستیو کې د شېدو کاروبار پیل کړی او خپلو تولیداتو د پلورلو لپاره یې د درې سوو میلونو په لګښت چورلکه (هليکوپټر) اخیستی.

د رسنیو د راپورونو له مخې جناردن وایي، چې دی باید د خپل کاروبار لپاره پنجاب، راجستان، هریانه او ګجرات ته سفر وکړي، چې دې ټولو ښارونو ته د سفر اسانتیا شتون لري او د خپلې موخې لپاره ساعتونه مزل کوي، چې بیا په همدې سبب یې ملګرو ورته د چورلکې (هلیکوپټر) د اخیستلو مشوره ورکړه.

ویل کېږي چې چورلکه (هلیکوپټر) یې د ازمایښتي الوتنې لپاره کلي ته لېږلې او خپلو شریکانو ته یې هم په چورلکه (هلیکوپټر) کې د سفر بلنه ورکړې.

جناردن د چورلکې (هلیکوپټر) د کېنولو او ساتنې لپاره دوه نیم جریبه ځمکه ځانګړې کړې او چورلکې (هلیکوپټر) لپاره یې د الوتنې، کېنونې او د پیلوټ لپاره یې ځانګړې کوټې هم جوړې کړي، ویل کېږي چې هلیکوپټر به د مارچ په پنځلسمه نیټه جناردن ته ورکړل شي.

یاده دې وي چې جناردن په میلونونو روپۍ سرمایه لري او د املاکو کاروبار هم ترسره کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …