کورپاڼه / هنر او کلتور / ډوین جانس: د دیارلس کلونو په عمر بندي شوی وم

ډوین جانس: د دیارلس کلونو په عمر بندي شوی وم

د هالیووډ اداکار یا هنرمند او مشهور ریسلر ډوین جانسن چې په (دی راک) هم شهرت لري، د خپل ماضي په اړه یې ډېرې په زړه پورې څرګندونې کړي، یعنې ډوین ځینې داسې رازونه راسپړلي چې مینوال یې د حیرانۍ سره مخ کړي.

ډوین جانسن په یوه انتروۍ کې ویلي، چې ژوند یې بېخي ډېر له ستونزو ډک و او په ډېرو مشکلاتو سره لوی شوی، په دیارلس کلنۍ کې د جنګ، جګړو په سبب بندي شوي او په کم عمرۍ کې یې داسې خراب او بېکاره شیان غلا کړي، چې غلا کول یې پکار نه ول.
ډوین جانسن د انټروۍ پرمهال زیاتوي، چې په ماشومتوب کې ډېر زیات غوسه ناک و، خو بیایې هم خپله ځان ډېر ښه ګاڼه.

ډوین جانسن وایي، چې په تېر یا ماضي کې یې خپل ځان نورو ته د ډوین پرځای ټامس معرفي کاوه، چې ډېر خلک او ښځې به زموږ کور ته راتللې او ویل به یې چې ټامس ته غږ کړه او مور به مې ویل چې دلته د ټامس په نوم هیڅوک هم نشته.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …