کورپاڼه / ليکنې / د ښه شخصیت جوړونې آسانه لارې چارې

د ښه شخصیت جوړونې آسانه لارې چارې

هر څوک ددې غوښتونکی وي چې د خلکو ترمنځ یې عزت او درناوی وشي، چې بیا د خپل شخصیت د ښه والي لپاره هره هڅه هم کوي، خو ددې هر څه له کولو دمخه لومړی د خپل ځان منل اړین وي، کله چې مو خپل شخصیت ومانه نو بیا دغه غوښتنه پوره کولی شئ، یاد ولرئ چې هیڅ انسان مکمل نه وي هریو نیمګړتیا لري، الله تعالی ټول انسانان مختلف پیدا کړي او هغه کسان په دې سبب له نورو غوره وي چې د خپل ځان احترام وکړي او کله چې د ځان احترام وکړي نورو ته هم درناوی کول زده کوي او په همدې ډول په ځان باور پیدا کوي او پخپل کار کې نورو ته د مداخلې اجازه نه ورکوي. دلته مو ځینې آسانه لارې چارې درته په ګوته کړي چې د شخصیت په حوړولو او ښکلي کولو کې درسره مرسته کوي.

د مرستې غوښتنه کول:

کله چې تاسې نورو ته اړتیا احساس کړئ، نو هغوی تاسې ته در نږدې کېږي، تاسې د هغوی ستونزې په پام کې ونیسئ او یوه ښه لاره ورته وسنجوئ، که چېرته له تاسې مرسته وغواړي نو مرسته ورسره وکړئ.

له نورو سره مرسته کول:

همیشه له نورو سره مرسته وکړئ، په مهربانۍ ورسره مخ شئ یعنې هماغه ډول رویه ورسره وکړئ چې تاسې یې له بل څخه تمه لرئ او له یو کار دمخه فکر کوئ.

په غور سره خبرې واورئ:

له نورو سره د خبرو پر وخت له پاملرنې او احترام څخه کار واخلئ، خبرې یې په غور واورئ، په خبرو کې یې مه ور ولوېږئ، له نورو سره د خبرو په مهال په غور خبرې واورئ ځکه چې نور خلک ستاسې د خبرو غوښتونکي وي.

په مجلس کې مثبتې خبرې کول:

د خلکو ترمخ له ګېلو او شکایتونو څخه ډډه وکړئ ځکه چې د بیا بیا ګېلو او شکایتونو په کولو سره خلک دا فکر کوي چې ګوندې منفي فکره دی او خلک هغه شخص نه خوښوي چې غوسه ناک وي.

د باډي لینګویج مثبت استعمال:

د نورو د مینې او محبت د ترلاسه کولو لپاره د باډي لینکویج استعمال مهم عامل ګڼل کېږي، له نورو سره د خبرو پرمهال له باډي لینکویج څخه کار واخلئ او د خبرو پرمهال ورسره سترګې پر سترګو شئ.

مخلصانه ستاینه کول:

د نورو ستاینه کول د اړیکو د ښه والي سبب کېږي، د نورو مثبت اړخونه را څرګند کړئ او د ښو کارونو ستاینه یې وکړئ.

نورو ته اهمیت ور کړئ:

د خلکو د مینې او عزت ترلاسه کولو لپاره د هغوی ښه یادونه په یاد ولرئ او په بېلابېلو مناسباتو پر اساس ډالۍ ورکړئ او کله چې مرستې ته اړتیا ولري مرسته ورسره وکړئ.

خلک په هماغه ډول ومنئ لکه څنګه چې وي:

په نورو خلکو نېوکې مه کوئ، د هر چا نظر ته احترام ولرئ، د نورو د بدلون هڅه مه کوئ او کوښښ مه کوئ چې نور کسان خپلې خوښې ته برابر کړئ.

د مینې د ترلاسه کولو عام لارې چارې:

  • ښه اخلاق زده کړئ

  • مثبت فکره واوسئ

  • هر څوک ملګري کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

که چېرته مو په میرمنو کې دا نښې، نښانې ولېدې؛ دویم واده وکړئ

د یوې میرمنې په حیث د یوې ښځې رول څومره اهمیت لري؟ آیا یوه میرمن …