کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: ژور خپګان او چاغښت د ژر زړښت لامل کېږي

څېړنه: ژور خپګان او چاغښت د ژر زړښت لامل کېږي

د هالینډ او امریکا ساینسپوهانو په دوه زره هغه کسانو، چې عمرونه یې له اتلسو څخه تر پنځه شپېته کلونو پورې یې عمر درلود، څېړنې ترسره کړې او و یې ویل هغه کسان چې د چاغښت او ژور خپګان له ستونزو سره مخ وي، ډېر ژر زړېږي، خو پر ښځو کوم خاص اغېز نه پرېباسي.

ویل کېږي چې دغه څېړنه یې له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۷ کال په دوران کې په امریکا او هالینډ کې ۲۹۸۱ کسانو تر ۲۰۲۰ کاله پورې ترسره کړه.

د روغتیایي ساینس له نظر کله چې د انسان عمر ډېر شي نو نه یوازې دا چې په ظاهري ډول بلکې په داخلي ډول یې هم حجرې اغېزمنې کېږي او همدا علت دی چې ځینې خلک د خپل کم څخه کم او ځینې بیا د خپل عمر څخه ډېر عمره ښکاري.

په دې څېړنه کې یې بېلابېل عوامل په نظر کې ونیول، چې په همدې سبب ویلی شو چې دا د عمر د ډېرېدو په اړه ترټولو باریکه څېړنه ده او د څېړنې له پایلو څرګنده شوه چې د ډېر وزن لرونکي هغه کسان چې په ژور خپګان هم اخته وي عمر یې ډېر په تېزۍ سره ډېرېږي او د سګریټ څکولو عمل بیا داسې مثال لري لکه په اور چې تېل واچوې او د زړښت دا کړنه نوره هم تېزوي.

ډاکټر ریک جینسن چې د څېړنې شریک څاروونکی دی، ویلي دي چې دغه پایلې یوازې د نارینه وو لپاره دي یعنې د ښځو په اړه باید له بلې طریقې څخه کار واخلي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …