کورپاڼه / جالب / د زهرجنې یا زهر لرونکې چونګښې د موندلو جالبه پېښه
The frog Corythomantis greeningi

د زهرجنې یا زهر لرونکې چونګښې د موندلو جالبه پېښه

کارلوس جارډ د برازیل په جنوب لویدیځو ځنګلونو کې په څېړنو بوخت و، چې یوه کوچنۍ چونکښه یې ولېدله او په دې فکر یې را پورته کړه چې ضرر رسوونکې به نه وي، کله یې چې راپورته کړه نو چونګښه ناڅاپه تاو شوه او د جارډ په لاس یې خوله ولګوله، جارډ په ناڅاپي توګه د سخت درد سره مخ شو او د درد شدت یې ټول لاس ته سرایت وکړ او تر پنځو ساعتونو پورې د سخت درد او تکلیف سره مخ و.

چې بیا په همدې ډول سره پوه شوی، چې زهرجن یا زهر لرونکې چونګښې هم شتون لري.

هسې خو ډېرې زیاتې چونګښې د خپل پوستکي په ذریعه زهرجن مواد پټ ساتي، خو هغه چونګښه چې جارډ راپورته کړې او نوموړی یې چیچلی و، د ګریننګ په نوم چونګښه ده، چې له دې وړاندې هیڅکله نه وه موندل شوې.

یاده دې وي چې چونګښې د حیواناتو له جملې څخه هغه حیوانات چې هم په وچه کې ژوند کولی شي او هم په اوبو کې د ژوند شپې او ورځې سبا کوي، بېلابېل ډولونه لري چې ځینې ان تر یو میتر پورې اوږدوالي هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

یو امریکایي پیلوټ ادعا کړې چې د الوتنې د فضایي مخلوق بېړۍ لېدلې

د امریکا د متحده ایالاتو یو پیلوټ ادعا کړې، چې د الوتکې د الوتنې پرمهال …