کورپاڼه / روغتيا / د انسان د بدن لپاره شپږ ډوله اړین غذایي توکي

د انسان د بدن لپاره شپږ ډوله اړین غذایي توکي

غذایي توکي هغه اړین توکي دي چې د انسان د بدن او روغتیا لپاره ضروري وي، ځکه چې همدغه توکي د بدن لپاره انرژي برابروي، د میتابولیزم او د حجرو په جوړښت او کیمیاوي عملونو لپاره ډېر اړین وي، نو هڅه وکړئ چې د خپل بدن لپاره لاندې شپږ ډوله اړین غذایي توکي برابر کړئ.

پروټین: دا کولي شئ چې له شېدو، لوبیا، دالو، د ماهي له غوښې، د غوایي له غوښې او هګیو څخه یې ترلاسه کړئ.

کاربوهایډریټ: دا په ورېژو، غلو دانو، ډوډۍ، آلوګانو، شېدو، مېوو او بوره کې موندل کېږي.

غوړ: دا په تېلو، غوړیو، مېوو، زړو، ناکو، زیتونو، غوښې او د ماهي له غوښې څخه یئ ترلاسه کولی شئ.

ویټامینونه: په عامو ویټامیونو کې د بي ګروپ ویټامینونه، ویټامین سي، ویټامین ای، ویټامین ډي، ویټامین اي او ویټامین کی شامل دي، چې مېوې او سبزیجات په عام ډول د ویټامین سي، ویټامین او فولک اسید (د بي ګروپ ویټامینونه) غوره ذریعه ګڼل کېږي او د غلو دانو ګروپ بیا د بي ګروپ د ویټامینونو او فایبرو ښه سرچینه ده، شېدې او د هګیو ژېړ د ویټامین ای، ویټامین ډي او د ویټامین اي ښه ذریعه او شېدې او سبزیجات بیا د ويټامین کی یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي.

معدني مواد: سودیم، کلسیم، اوسپنه، ایودین، میګنیزیم او نور توکي په ټولو خوراکي توکو کې په یو نه یو شکل موجود وي.

اوبه: د انسان د بدن اویا سلنه برخه له اوبو څخه تشکیل شوې او د بدن هر سیستم له اوبو پرته نیمګړی ګڼل کېږي او د بدن د غړو فعالیتونه هم له نیمایي څخه ډېر په اوبو پورې اړه لري، نو ځکه خو لارښونه کېږي چې هر څوک باید په ورځني ډول له اتو څخه تر لسو پیالو پورې اوبه وڅښي.

نو هڅه وکړئ چې هره ورځ په مناسبه توګه غوره خوراک وکړئ او د خپل بدن اړتیاوې پوره کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …