کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د زمبابوې پر وړاندې سياليو ته ١٩ کسيزه لوبډله اعلان کړه
افغانستان ١٩ کسيزه لوبډله

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې سياليو ته ١٩ کسيزه لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې د ٢ ټېسټ سياليو لپاره ١٩ کسيزه لوبډله د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ اعلان کړه، چې ځينو ځوانو لوبغاړو ته هم پکې چانس ورکړل شوى دى.

په دې ١٩ کسيزه لوبډله کې بهير شاه محبوب، منير احمد کاکړ، شاهدالله کمال، عبدالمالک، سليم ساپي، فضل حق فاروقي، وفادار مومند او نورو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شوى دى.

د افغانستان ١٩ کسيزه لوبډله:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى، ناصر جمال، عبدالمالک، منير احمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهير شاه محبوب، راشد خان، امير حمزه هوتک، فضل حق فاروقي، سيد احمد شېرزاد، سليم ساپى، وفادار مومند، ضيا الرحمان اکبر او يمين احمدزى.

افغانستان ١٩ کسيزه لوبډله

همدا راز ظاهر خان پکتين او عبدالواسع نوري بيا د ريزرف لوبغاړو په توګه انتخاب شوي دي.

د يادولو وړ ده چې افغانستان د زمبابوې سره د ٢ ټېسټ لوبو لړۍ لري، چې دا لړۍ به د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …