کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جهي ريچارډسن د پنجاب کنګز لوبډلې په ١٤ کروړه واخيست
جهي ريچارډسن

جهي ريچارډسن د پنجاب کنګز لوبډلې په ١٤ کروړه واخيست

د اسټراليا ٢٤ کلن لوبغاړى جهي ريچارډسن هم د لوبډلو د پام وړ وګرځېد او په لوړه بيه په بولۍ کې د پنجاب کنګز لوبډلې واخيست.

٢٤ کلن اسټراليايي توپ اچونکى په ١.٥ کروړه روپۍ بولۍ ته وړاندې شو، چې د رايل چېلنجرز بېنګلور، ډيلي کاپيټلز او پنجاب کنګز لوبډلو ترمنځ پرې بولي ترسره شوه او په پاى کې د پنجاب کنګز لوبډلې په ١٤ کروړه روپۍ واخيست.


همدا راز د نيوزيلېنډ اډم ميلن په ٥٠ لکه روپۍ بولۍ ته وړاندې شو، چې ممبۍ انډينز او راجستان رايلز لوبډلو پرې بولي ترسره کړه او په پاى کې په ٣ کروړه او ٢٠ لکه روپۍ د ممبۍ انډينز لوبډلې واخيست.

ناټن کولټر نيل بيا په ١.٥ کروړه روپۍ بولۍ ته وړاندې شو، چې د ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ پرې بولي ترسره شوه، چې په پاى کې ممبۍ انډينز په ٥ کروړه روپۍ واخيست.

د بنګله دېش مستفيظ الرحمان بيا په ١ کروړ روپۍ بولۍ ته وړاندې شو او راجستان رايلز لوبډلې واخيست.

اميش يادو هم په ١ کروړ روپۍ بولۍ ته وړاندې شو چې ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ١ کروړ روپۍ واخيست.

پيوش چاوله د ممبۍ انډينز له لوري په ٢ کروړه او ٤٠ لکه روپۍ واخيستل شو.

همدا راز اليکس کېري، سام بيلينګس، کوشل پريرا، شيلډون کوټريل، مجيب الرحمان، قېس احمد، عادل رشيد او هربجن سينګ هم بولۍ ته وړاندې شو، خو کومې لوبډلې پکې علاقه وانخيسته.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمت الله قريشي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د ګډوډۍ له امله استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ …