کورپاڼه / خبرونه / د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ څو کلن شو؟
نجيب الله ځدراڼ

د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ څو کلن شو؟

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې نن د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکي نجيب الله ځدراڼ کليزه ده او هغه ٢٧ کلن شو، خو د نوموړي د کليزې نېټه او عمر له دوى څخه غلط شوى دى.

کرکټ بورډ په خپله فېسبوکپاڼه کې د نجيب الله ځدراڼ له يو عکس سره ليکلي: ((تکړه او پياوړي ملي لوبغاړي نجیب الله ځدراڼ ته دې د زوکړې ۲۷مه کليزه مبارک وي. اتله! د زوکړې ورځ دې نېکمرغه او راتلونکي کلونه دې له خوښيو ډک اوسه.))

نجيب الله ځدراڼ

خو د اي ايس پي اين کريک انفو او ويکيپيډيا د معلوماتو له مخې، د نجيب الله ځدراڼ د زېږېدو نېټه ١٨مه فبروري نه بلکې ٢٨مه فبروي ده. نوموړى په ١٩٩٣ کال کې د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه زېږېدلى و، چې په دې حساب سره يې عمر ٢٧ کاله او ٣٥٦ ورځې کېږي، چې ١٠ ورځې وروسته به د ٢٨ کلونو شي.

کرکټ بورډ ډېرى مهال د لوبغاړو د کره عمرونو په اړه ناکره معلومات خپروي.

د يادولو وړ ده چې نجيب الله ځدراڼ د افغانستان لپاره ٧٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ٦٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٦١٥ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٩٧٦ منډې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

نسيم دانش

نسيم دانش: کرکټ يوې ډلې ته په سهم کې ورکړل شوى، دولت يې د جوړولو په کيسه کې نه دى

د افغانستان کرکټ بورډ باندې يو ځل بيا د خلکو نيوکې ډېرې شوې دي او …