کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجيب الرحمان هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيست
مجيب الرحمان

مجيب الرحمان هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيست

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان په دويم راونډ کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيست.

نوموړى چې لومړى ځل بولۍ ته وړاندې شو، هېڅ لوبډلې وانخيست، خو په دويم ځل کې بيا نوموړى د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له لوري واخيستل شو.


هغه په ١.٥ کروړ روپۍ بولۍ ته وړاندې شو، چې له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پرته بلې کومې لوبډلې پرې بولي ونه لګوله او په همدې بيه باندې حېدراباد واخيست.


سنرايزرز حېدراباد له دې مخکې هم دوه افغان لوبغاړي لري، چې له ځان سره يې ساتلي دي، راشد خان او محمد نبي له څو کلونو راهيسې له حېدراباد سره لوبېږي او مجيب الرحمان دريم افغان لوبغاړى شو، چې په حېدراباد لوبډله کې به ولوبېږي.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان ٣ کاله د کنګز اليون پنجاب، اوس پنجاب کنګز لوبډلې سره ولوبېده، خو سږکال هغوى له ځان سره ونه ساتلو.

دا هم ولولئ

نن د نړیوال جام سیالۍ په دوو لوبو سره پیلېږي

نن يکشنبه د اکتوبر په ۱۷مه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړيوال جام سیالۍ د …