کورپاڼه / جالب / په هند کې یوې ښځې په محکمه کې په دې سبب د طلاق غوښتنه کړې، چې خاوند یې ورته پیری ښکاري

په هند کې یوې ښځې په محکمه کې په دې سبب د طلاق غوښتنه کړې، چې خاوند یې ورته پیری ښکاري

د هندوستان په مدیا پردیش ایالت کې یوې ښځې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتلو قضیه ثبت کړې، چې له مخې یې ویل کېږي چې د نوموړې پخپل خاوند کې پیریان وینې یعنې خاوند ورته د پیري په ډول سره ښکاري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د ګوالیر په کورنۍ محکمه کې ښځې ویلۍ دي، چې کله یې هم خاوند کوټې ته داخلېږي، نو پیریان ورته پکې ښکاري، ښځه زیاتوي چې دی وېرېږي چې پیری به یې له منځه یوسي، نو ځکه خو اوس ور څخه طلاق غواړي.

ویل کېږي چې دې جوړې په ۲۰۱۸ کال کې واده کړی او کله یې چې خاوند د پیریانو اړوند خبره وکړه نو د دواړو ترمنځ جنګ، جګړې وشوې چې په همدې سبب اوس له خاوند سره نه شي اوسېدلی.

دغه راز ذکر شوې ښځې د طلاق غوښتلو ترڅنګ له خاوند څخه د تاوان یا جرمانې غوښتنه هم کړې او په دې اړه یې بېله قضیه ثبت کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …