کورپاڼه / هنر او کلتور / درمندر د هیما مالیني د واده د مخنیوي لپاره د هغې کور ته تللی و

درمندر د هیما مالیني د واده د مخنیوي لپاره د هغې کور ته تللی و

د بالیووډ د مشهورې اداکارې یا هنرمندې د واده د مخنیوي لپاره درمندر د نشې په حالت کې د هغې کور ته رسېدلی، چې دا خبره هیما پخپل ژوند کې په تفصیل سره کړې ده.

د بالیووډ د ښکلي دور ښکلې جوړې درمندر او هیما مالینې د واده په اړه ډېره په زړه پورې پېښه را څرګنده شوې، د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د هیما مالینې واده له ملګري اداکار یا هنرمند سره کېدونکی و، خو د هیما مالیني والدینو بیا درمندر نه خوښاوه.

د هیما مور درمندر ځکه نه خوښاوه چې هغه له وړاندې واده کړی او د دوو اولادونو پلار و او د هیما والدینو پرېکړه کړې وه چې د نوموړې واده به له جتندر سره کوي، چې ددې لپاره د دواړو کورنۍ مدراس (چینایي) ته رسېدلي ول، چې ذکر شوی خبر بیا له رسنیو څخه پټ پاتې نه شو او د خبرونو سرټکی وګرځېد، چې بیا دې خبر درمندر په ممبیي کې ولړزاوه.

درمندر د خبر له لوستو وروسته د جتندر ملګرې (چې اوس یې میرمن هم ده) ته ورغی او له ځان سره یې مدراس ته بوتله، درمندر دا وخت د غوسې سره سره د نشې په حالت کې هم و او په همدې حالت کې د هیما مالیني کور ته ورسېد، چې دا وخت یې له جتندر سره واده کیدونکی و.

کله جې درمندر د هیما کور ته ورسېد، نو پلار یې ورته وویل چې آخر ولې یې د لور له ژونده نه وځي؟ چې دیکه یې هم ورکړه، خو درمندر له ځایه ونه خوځېد.

درمندر له هیما سره د لېدنې غوښتنه وکړه، چې والدینو یې ومنله او د لیدنې پرمهال یې هیما مالیني دې ته رضا کړه چې د جتندر له واده انکار وکړي، چې بیا جتندر او کورنۍ یې دا بې عزتي ونه شوه زغملی او سمدستي یې هیما مالیني له کوره ویستله.

او له دې وروسته یې له درمندر سره واده وکړ، چې دوه اولادونه لري، چې یوه یې اداکاره ایشا دیول او بله یې هم اهانا دیول نومېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان د واده په اړه څه فکر کوي؟

د بالیووډ سلطان او مجرد ستوری سلمان خان پخپله تازه وینا کې هم په دې …