کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول

د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول

د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه زلزلې ولړزول، خو د ځاني او مالي زیان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

په کابل کې زلزله ډېره تېزه وه، خو کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو کې بیا ډېره تېزه نه وه.

د زلزلې د مرکز او کچې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویل شوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېری خلکو د زلزلې په اړه پوسټونه کړي دي او وايي چې زلزله ډېره زوروره وه.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم زلزله راغلې وه، چې په پاکستان کې يې کچه زیاته وه، خو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې يې هم خلک ویرولي و.

د خپلې سیمې په اړه معلومات راکړئ، ستاسې په ځای کې زلزله وه؟

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …