کورپاڼه / جالب / زموږ په لاسونو کې کرښې ولې وي؟

زموږ په لاسونو کې کرښې ولې وي؟

د انسان بدن د مختلفو غړو په یوځای کېدو سره جوړ شوی او هر غړی یې د جوړښت له لحاظه یو نه د یو سبب درلودونکی وي، لنډ مثال به یې د لاس ورغوی در کړم، که د لاس ورغوي ته ځیر شو نو وینو چې بې شمېره کرښې ور پکې موجودې دي، چې شاید هیڅوک هم پرې پوه نه شي چې دا ولې وي؟

که چېرته زموږ په لاسونو کې کرښې نه وای، نو زموږ لاسونو به هیڅ حرکت نه کولی، پوستکی دومره سخت او کلک شکل لري، که ور پکې کرښې نه وې نو موږ به شو کولی شي چې خپل لاس خلاص کړو او بند یې کړو، نه به مو په لاس کې څه نیولی شوای او نه به مو په لاس کې څه ایښودلی شوای، د لاس دې کرښو ته پالمر فلیکس کریز ویل کېږي.

دا کرښې په بنسټیزه توګه د حمل په دوران کې د مور په خېټې کې رامنځته کېږي، کله چې ماشوم د دولسو اوونیو شي نو په ورغوي یې د کرښو راپیدا کېدل پیل شي او همدا سبب دی کله چې ماشوم پیدا کېږي، نو په لاس یې کرښې موجودې وي، چې د ورغوي په راټولولو او پراخولو کې مرسته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

یوې فلسطینۍ میرمنې په ماینونو (بمونو) کې ګلونه کرلي

اوس به ماین یا بم نه چاودېږي، بلکې ګلونه به زرغونوي، په فلسطین کې یو …