په ورځنیو ستونزو او مشکلاتو کې را ګېر انسان به هرو مرو د ذهني آرام په لټه کې وي، ډېر داسې کسان به وي چې د ورځینو مشکلاتو او ستونزو په سبب یې آرام ژوند خوب او خیال ګرځېدلی وي، نو هغه کسان چې د ذهني آرام په لټه کې وي، هڅه مو کړې چې ځینې داسې آسانې لارې در په ګوته کړو، چې د ذهني فشار څخه د ژغورلو ترڅنګ د یوه ښه او آرامه ژوند لرونکې وګرځئ.
د ورځې لپاره پلان جوړونه:
روغتیایي کارپوهان وایي چې د یوې ښې ورځې د تېرولو لپاره پلان جوړونه ډېره اړینه وي، د ورځې پیل په قدم وهنه، ټولنیزو اړیکو، تفریح او په غور و فکر سره وکړئ او په دې ډول مو ټوله ورځ ښکلې کړئ، ځکه چې بې نظمي د ذهني روغتیا لپاره خطرناکه تمامېږي.
فعاله اوسېدل:
هره ورځ فعاله او متحرکه اوسېدل ذهني فشار کموي او دماغي وړتیاوې هم ډېروي، نو پکار ده چې هره ورځ فعاله او متحرکه واوسو، ځکه چې فعاله اوسېدل د یو ښه خوب سبب هم کېږي.
د تفریح لارې چارې ولټوئ:
د یوه ښه او آرامه ژوند لپاره تفریحي تدابیر ونیسئ، ځکه چې آرام کول هم د منفي فکرونه ځای نیسي او په ذهني ډول د آرام سبب ګرځي، ځینې وخت موږ دومره په دماغي کشمشکونو کې ډوب یو چې د ذهني آرام احساس هم راته نه کېږي.
له نورو سره اړیکې:
روغتیایي کارپوهان وایي چې یواځیتوب هم له انسان څخه ذهني ناروغ جوړوي، نو هڅه وکړئ چې یواځیتوب له منځه یوسئ او له نورو سره اړیکې ټینګې کړئ.
فکر کول:
د یوه ښه ژوند د تېرولو لپاره په ټولو هغه شیانو فکر وکړئ چې ورسره مخ کېږئ او هغه شیان په نښه کړئ چې تاسې ته خوشحالي درکوي، هڅه وکړئ چې د ټولې ورځې یاداښتونه واخلئ او بیا پرې فکر وکړئ.
خوب ته ارزښت ورکړئ:
د یوه ښه خوب اړیکه له ذهني او بدني روغتیا سره وي، نو د ښه خوب لپاره د وېده کېدو او را پورته کېدو وخت وټاکئ.