کورپاڼه / جالب / آیا پوهېږئ چې دا د بدن کومه برخه ده؟ که پوه شوئ نو ګوته په غاښ به شئ

آیا پوهېږئ چې دا د بدن کومه برخه ده؟ که پوه شوئ نو ګوته په غاښ به شئ

د انګلیستان ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د انسان د ډي این ای د واحد مالیکول د تفصیلي ویډیو په جوړولو کې بریالي شوي، د انډیا ټایمز د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه بریا د شیفیلډ، لیډز او د یارک پوهنتونونو ساینسپوهانو په یوه ګډه څېړنه کې ترلاسه کړې.

ویل کېږي چې دا ویډیو یې په سوپر کمپیوټر د ګډ پرمختللي اتومي مایکروسکوپ سره جوړه کړې ده، چې نورو ساینسپوهانو دغه بریا بیا یوه انقلابي بریا ګڼلې.

راپورونه وایي چې له دې وړاندې د انسان د حجرو داخلي جوړښت په دومره تفصیل سره نه معلوم شوی، بلکې ساینسپوهانو به د مایکروسکوپ ذریعه د حجرو جامد عکس لېده، چې ډېر تفصیل به ورسره نه و.

د څېړونکې ډلې غړی او د شیفیلډ پوهنتون استاد ایلس پاین وایي، چې د ډي این ای پوره جوړښت کتل یوه ننګونه وه، چې موږ ور پکې بریا ترلاسه کړه، له دې بریا وروسته به د مختلفو ناروغانو د جین تراپي په تیارولو کې مرسته ترلاسه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …