کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان به یو ځل بیا له شاهرو خان سره یوځای په سینما را څرګند شي

سلمان خان به یو ځل بیا له شاهرو خان سره یوځای په سینما را څرګند شي

د بالیووډ بادشاه شاهروخان دا وخت د خپل فلم (پټان) په ثبت بوخت دی، چې په اړه یې راپورونه وایي چې په دې فلم کې به د بالیووډ سلطان سلمان خان هم راڅرګند شي.

شاهرو خان او سلمان خان له دې وړاندې هم په (کرن ارجون، کُچ کُچ هوتا هی او هم تماری هی صنم) فلمونو کې سره یوځای کار ترسره کړی، چې اوسمهال راپورنه وایي چې سلمان خان به د شاهرو خان په (پټان) فلم کې هم له نوموړي سره یوځای راڅرګند شي.

د فلم په اړه راپورونه وایې چې سلمان خان به په دې فلم کې د شاهروخان د ملګري په توګه په په فلم کې را ښکاره شي.

یاده دې وي چې د پټان فلم ځینې صحنې به د نړۍ د ترټولو لوړې دانې برج خلیفه له پاسه او دننه هم د فلم برخه وګرځي، چې په دې فلم کې به له شاهرو خان سره څنګ دیپکا پاډوکون او د جان ابراهام په څېر نوموتي ستوري هم شتون ولري.

د فلم د خپرېدو په اړه کره نېټه نه ده څرګنده شوې، خو د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د خپرېدو نېټه به یې هم ډېر ژر اعلان شي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …