کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي کارپوهان: لږ وزن درلودل له شکر څخه د ژغورلو ضامن نه شی کولی

روغتیایي کارپوهان: لږ وزن درلودل له شکر څخه د ژغورلو ضامن نه شی کولی

داسې ډېر زیات فکتورونه یا عوامل شتون لري، چې کولی شي چې د شکر په دویم ډول ناروغۍ مو اخته کړي او د شکر ناروغي یوه داسې ناروغي ده چې د کنټرول لپاره یې سالمې طریقې ته اړتیا وي، روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د خطر ډېر فکتورونه یا عوامل پر وخت وڅېړل شي، بیا یې کنټرولولی شو او په لومړیو وختونو کې یې تشخیص کولی شو.

د شکر په ناروغۍ کې د وزن ډېرېدل او کورنۍ تاریخچه هم خطرناک عوامل ګڼل کېږي، خو ډېر خلک بیا په دې نه پوهېږي چې نور عوامل هم شتون لري چې په خطر کې مو اچولی شي.

دا به غلطه وي چې یوازې بدني وزن او کورنۍ تاریخچه ددې خطرناکې ناروغۍ سبب وګڼو، روغتیایي کارپوهان دا نظر ردوي او وایي چې په همدې سبب د ناروغۍ تشخیص هم په ځنډ سره کېږي.

دوی وایي چې دا خبره سمه ده چې ستا د بدن ډېر وزن او او کورنۍ تاریخچه چې ګوندې ستاسو د کورنۍ کوم غړی شکر لري، نو تاسې ته یې هم خطر متوجې کیدلی شي، خو که چېرته دا عوامل یا فکتورونه شتون هم ونه لري بیاهم په دې ناروغۍ اخته کېدلی شئ.

که چېرته مو په کور کې کوم څوک په شکر اخته وي نو په شل کلنۍ کې اړینه ګڼل کېږي، چې خپل ځان معاینه کړئ، که په کورنۍ کې مو نه وي موجود دیرش کلنۍ کې ځان معاینه کړئ او نښو نښانو ته مه په تمه کېږي.

ښه خبره داده که چطرته مو دغه ناروغي په پیل کې تشخیص کړه، نو ځان ترې ژغورلی شئ، خو که چېرته پرېښودل شي، نو بیا تل پاتې شکل غوره کوي.

ځینې نور عوامل یا فکتورونه چې د شکر لامل مو کېږي عبارت دي له بدني فعالیتونه نه کول او نامناسب خوراک کول.

یاده دې وي چې د شکر ناروغي د وخت په تېرېدو د زړه خطرناکې ناروغۍ هم رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …