کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د وینځلو پر وخت دوه ځلې شامپو ووهئ، په زړه پورې وجه یې دلته ولولئ!

د ویښتانو د وینځلو پر وخت دوه ځلې شامپو ووهئ، په زړه پورې وجه یې دلته ولولئ!

د ویښتانو د وینځلو پر وخت ډېری خلک یوه تېروتنه بیا بیا ځلې تکراروي، چې دې تېروتنې ته مو یوه امریکایۍ ویښته جوړونکې متوجې کوي او د ټیک ټاک په یوه ویډیو کې په اړه خبرې کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې ویښته جوړونکې پخپل ټیک ټاک اکونټ @Felicityynicole په یوه ویډیو کې ویلي، چې موږ ډېر خلک دا تېروتنه کوو، چې د ویښتانو د وینځلو پر وخت یوازې یو ځل شامپو وهو، حال دا چې موږ باید دوه ځلې شامپو ووهو.

ویښته جوړونکي مخکې وایي، کله چې موږ د اول ځل لپاره شامپو استعمالوو، نو دا په ویښتانو او د سر په پوستکي موجود غوړ او خیري او نور پاکوي او کله چې د دویم ځل لپاره شامپو وهو نو شامپو بیا هغه کار کوي، د کومې موخې لپاره چې جوړه شوې.

ویښته جوړونکې په ویډیو کې ویلي دي، چې موږ باید په اوونۍ دوه یا درې ځلې پخپلو ویښتانو شامپو استعمال کړو، خو که چېرته یې له دې ډېره وکاروو، نو له ګټې یې تاوان ډېرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …