کورپاڼه / جالب / د زېږېدلو یا پیدایښت میاشت مو پر ژوند څه اغېزې لري؟ په زړه پوري معلومات یې دلته ولولئ!

د زېږېدلو یا پیدایښت میاشت مو پر ژوند څه اغېزې لري؟ په زړه پوري معلومات یې دلته ولولئ!

روغتیایي کارپوهان ادعا کوي، یو انسان چې په کومه میاشت کې وزېږیږي یا پیدا شي، هماغه میاشت یې د مختلفو ناروغیو سره اړیکې لري، چې بیا په همدې سبب په مختلفو میاشتو کې پیدا شوي کسان په مختلفو ناروغیو اخته کېدلی شي

د یوې سروې په وسیله د لکونو ناروغانو ډیټا یا معلومات لاسته راغي او پایلې یې ور ځنې ترلاسه کړي، چې ترې معلومه شوه چې لږ تر لږه پنځه پنځوس ناروغۍ داسې وي، چې د کال په مختلفو ورځو پورې تړلي وي.

له سروې معلومه شوه هغه کسان چې د میي په میاشت کې زېږیدلي، د ناروغیو کچه یې لږه وي، یعنې دوی ډېر په ناروغیو اخته کېږي، خو هغه کسان چې د اکتوبر په میاشت کې پیدا شوي چې د ناروغیو خطر یې ډېر وي.

دغه راز په مارچ میاشت کې زېږېدلي کسان د زړه په ناروغیو ډېر اخته کېږي، خو بل خوا روغتیایي کارپوهان بیا وایي چې دې پایلو ته اندیښنه کول نه دي پکار، ځکه چې په مناسب او غوره خوراک او په ورځني ډول سره ورزش یا د سپورټ کولو د عادت په خپلولو سره له ناروغیو څخه ژغورل کېدلی شو.

د سروې د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې موسمي اغېزې د مور په خېټه کې د ماشوم په ودې تاثیر ښېندي، چې بیا یې په ژوند کې د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، خو باید ووایم چې د ناروغیو اړیکه د کلېزې یا جنترۍ پرځای د میاشتې له موسم سره وي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …