کورپاڼه / بېلا بېل / د نهو لاسونو (بازو) لرونکی نایابه اکټوپس موندل شوی

د نهو لاسونو (بازو) لرونکی نایابه اکټوپس موندل شوی

د جاپان په یو ساحل کې یو داسې اکټوپس موندل شوی، چې ځایي خلکو عادي اکټوپس ګاڼه، خو کله یې چې لاسونه وشمېرل، نو په حیرانوونکې ډول یې ولېدل چې نهه لاسونه لري، چې د یو نایابه اکټوپس نښه ګڼل کېږي.

په واشنګټن کې د اسمتسونیون د طبیعي تاریخ یو جغرافیه پوه مایکل وکیچون ویلي، چې د دغه د نهو لاسونو لرونکي اکټوپس موندنه یوه غیر عادي موندنه ده، دا ډول اکټوپس شتون لري، خو په عموم کې په نظر نه راځي یاهم نه څرګندېږي.

نوموړي د یو ساینسي ژورنال سره په انټروۍ کې ویلي، چې اکټوپس د خپلو لاسونو د بېرته تخلیق یا جوړولو وړتیا لري، خو ځینې وختونه د نهم لاس جوړېدل یا تخلیق په سم ډول سره نه ترسره کېږي، چې بیا په اضافي نسجي لاس باندې بدلېږي یا تشکیل مومي.

یاده دې وي چې اکټوپس یو سمندري ژوی، چې ترټولو غټ اکټوپس یې د پنځوس کیلو ګرامو پورې وزن او تر څلور میترو پورې اوږدوالی لري، هډوکی یې په جوړښت کې نشته، وایي چې درې زړونه لري، نهه دماغ لري او د وینې رنګ یې نیلي دی.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …