کورپاڼه / جالب / د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسراوي کې ږیره لرونکو نارینه وو وګټله

د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسراوي کې ږیره لرونکو نارینه وو وګټله

د نارینه په اړه د ښځو خوښونه او نه خوښونه سره توپیر لري، خو اوسمهال په یوه څېرنېزه سروي کې ښځو یا میرمنو د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسراوي کې ږیره لرونکي نارینه یا سړي خوښ کړي، یعنې د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسره کولو کې ږیره لرونکي نارینه د بې ږیرو په پرتله تکړه وي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې سروې کې ارواپوهانو څلور زره پنځه سوه پنځوس ښځې پوښتلي، چې د ګډ ژوند د مسولیتونو د ترسراوي په اړه یې د نارینه وو کومې ځانګړتیاوې خوښې دي.

د ذکر شوې پوښتنې په ځواب کې درې اویا سلنه ښځینه وو ږیره لرونکي نارینه د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسراوي کې غوره وګڼل.

ښځو ویل چې نارینه له ږیرې سره ډېر با وقاره ښکاري او د ګډ ژوند د مسولیتونو د ترسراوي په اړه یې ډېر خوښږي. دغه راز یو اویا سلنو ښځو دا هم وویل چې هغه نارینه چې د سترګو رنګ خړ وي، د ګډ ژوند د مسولیتونو په ترسراوي کې له نورو غوره وي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …