کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ ترټولو ګرمه سیمه یا د لوط دښته (دشت لوط)

د نړۍ ترټولو ګرمه سیمه یا د لوط دښته (دشت لوط)

دغه سیمه چې د لوط د دښتې یا دشت لوط په نوم سره یادېږي، په ایران کې موقیعت لري او د نړۍ پنځه ویشتمه لویه دښته هم ده، خو د ځینو راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دا د نړۍ ترټولو ګرمه سیمه ده، چې آن اویا درجو ته یې تودوخه رسېږي.

په فارسي ژبه کې لوط (لوت) بې اوبو او بې وښو بیابان یا دښتې ته ویل کېږي، ساینسپوهان وایي چې دا سیمه میلونونه کاله دمخه د سمندر سطحه وه چې بیا د وخت په تېرېدو سره یې اوبه په بخار بدلې شوې او ورکې شوې، چې یوازې د مالګې ډک میدان یې پاتې شوی.

دا دښته اوسمهال دوه پنځوس زره مربع کیلو میتره پراخوالی لري، چې د عرب د بحیرې او د اتلانتیک د سمندر هوا هم ورته نه رارسېږي او په دې سیمه قدم ایښودل داسې مثال لري لکه په ګرمه تبۍ چې څوک پښه کېږدي.

که څه هم په امریکا کې د ډیټ ویلي، کیلیفورنیا کې ځینې صحراګانې، لیبیا کې الغریزیه او په ایتیوپیا کې یوه سیمه د نړۍ له ګرمو ځایونو څخه دي، چې د لوط د دښتې تودوخه بیا د ناسا له لوري هم منل شوې ده.

له ۲۰۰۳ کال تر ۲۰۱۰ پورې د ناسا ایکوا سپوږمۍ د نړۍ د مختلفو برخو د تودوخې درجه په نښه کړې وه، چې د دغې سیمې د تودوخې درجه په ۲۰۰۵ کال اویا عشاره اوه ښودل شوې وه او ویل شوي چې له تېرو اوو څخه تر پنځو کلونو پورې دا د نړۍ ګرمه سیمه ده.

دلته د ګندم بریان په نوم یوه ډېره ګرمه سیمه شتون لري، ځکه چې ۴۸۰ مربع کیلو میتره د اور شېندنې څخه پیدا شوي تورې تیږې د لمر وړانګې جذبوي او د سپرغټې په څېر ګرمېږي، په فارسۍ کې ګندم بریان پاخه شوو غنمو ته وایي او ویل کېږي که چېرته په دې سیمه کې غنم وشېندل نو په څو ورځو کې پخېږي.

ددې هر څه سره بیاهم دلته ځینې نباتات شتون لري، چې ځینې یې آن د لسو فوټو په اندازه هم وي، ناسا وایي که چېرته په دې سیمه کې هګۍ په تیږه واچول شي پخېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …