کورپاڼه / کرکټ / ویرات کوهلي وایي، چې دی په ژور خپګان اخته و

ویرات کوهلي وایي، چې دی په ژور خپګان اخته و

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي ویلي، چې په ژوند کې یې داسې وخت هم راغی، چې خپل ځان یې د نړۍ یواځې یا تنها انسان ګاڼه.

د انګلیستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي مارکس نکولس پخپل خپرونه (نه یوازې کرکټ) کې له ویرات کوهلي څخه پوښتنه کوي، چې آیا تاسې هم کله د ژور خپګان ښکار شوي یا له ستونزمن وخت څخه تېر شوي یئ.

ددې پوښتنې په ځواب کې ویرات کوهلي، د هو ځواب وایي او زیاتوي چې په ۲۰۱۴ کال انګلیستان ته د سفر پرمهال په لوبلړۍ کې یې توپ وهنه نه شوه کولی نو خپل ځان یې د نړۍ یواځې او تنها انسان ګاڼه.

ویرات کوهلي مخکې وایي، چې د ورځې له پیل سره کله چې تاسو ته معلومه شي، چې تاسې نن توپ وهنه نه شئ کولی یا مو بیټ نه چلېږي نو هیڅ ښه احساس به ونه لرئ، خو دده په فکر هر توپ وهوونکی د خپل کیریر پرمهال یو وخت نه یو وخت له دې حالت سره مخ کېږي، خو هیڅ به نه شي کولی.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …