کورپاڼه / هنر او کلتور / د شاهرو خان او زوی یې آریان خان په شکل، عادتونو او د ژوند په طرز طریقو کې په حیرانوونکې توګه ورته والی

د شاهرو خان او زوی یې آریان خان په شکل، عادتونو او د ژوند په طرز طریقو کې په حیرانوونکې توګه ورته والی

د بالیووډ د بادشاه شاهرو خان او د هغه په زوی آریان خان په حیرانوونکې ډول یو له بل سره ورته والی لري، دې مشابهت هغه وخت بحثونه راوپارول کله چې آریان خان په دې وروستیو کې خپل تصویرونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو پورته کړې، نو ولېدل شول چې دوی دواړه یعنې پلار او زوی د شکل پرته په نورو برخو کې هم سره ورته والی لري.

آریان په دې وروستیو کې د ايي پي ایل په بولۍ کې د خپل پلار شاهرو خان پرځای نماینده ګي وکړه او په بولۍ کې یې شرکت وکړ.

یاده دې وي چې شاهرو خان د کلکتې د لوبډلې مالک دی، چې په دې موقع ددې لوبډلې د شریکې اداکارې جوهي چاوله لور هم شتون درلود.

د بولۍ پرمهال د آریان ډېر زیات عکسونه او ویډیوګانې اخیستل شوي او په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، چې بیا د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د پلار او زوی ورته والي ته پام شوی او د بحث موضوع یې ګرځولې.

د بدني حرکتونو څخه نېولې آن د ویښتانو تر جوړولو پورې سره ورته والي، چې همدې ورته والي د شاهرو خان مینوال حیران کړي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …