کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ژوند په لټه، د ناسا ماموریت پر مریخ شکته شو

د ژوند په لټه، د ناسا ماموریت پر مریخ شکته شو

د ناسا د پرسیورینس په نوم ماموریت پر مریخ ښکته شو او د مریخ د سطحې عکسونه یې هم خپاره کړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې ناسا خپله فضایي بېړۍ په فضاء د دولس زره کیلو میتره په ساعت کې په تېزۍ سره په حرکت کولو پر مریخ ښکته کړه او عکسونه یې خپاره کړل، یاده دې وي چې د ماموریت د ښکته کېدو سګنل یې ناسا په یوولس دقیقو کې ترلاسه کړ.

ویل کېږي چې دغه ماموریت یې تر دوو کلونو پورې لېږي، چې موخه یې پر مریخ د ژوند کولو لټه ده او په دې ماموریت د ۲.۲ میلیاردو ډالرو لګښت راغلی او د ۲۴۹ میلونو کیلو میترو په سفر کولو سره خپل منزل ته رسېدلی او د مریخ څخه به تیږي او نورې نمونې د ۲۰۳۰ کال په شاوخوا کې ځمکې ته راوړل شي.

یاده دې چې پرسیورینس په حقیقت کې یو روبوټ دی، چې د مریخ پر سطحه به د ژوند لټه وکړي او د ناسا لخوا مریخ ته د لېږل شوو بېړیو ترټولو لویه بېړۍ ګڼل کېږي او دا له ۱۹۷۰ کال څخه را په دېخوا د امریکا د فضایي ادارې مریخ ته نهم ماموریت دی.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …