کورپاڼه / روغتيا / آیا د زړښت مخنیوی شونی دی؟ د ساینسپوهانو نوې ادعا

آیا د زړښت مخنیوی شونی دی؟ د ساینسپوهانو نوې ادعا

د زړښت د مخنیوی او د یو اوږد عمر د ترلاسه کولو لپاره انسان هر وخت هڅه او لټون کوي، خو اوسمهال ساینسپوهانو ادعا کړې چې په نږدې راتلوونکې کې به داسې درمل ترلاسه شي، چې د عمر په ډېرېدو کې به مرسته وکړي.

د نړیوالو ویب سایټونو د راپورونو له مخې ساینسپوهان وایي، چې په راتلوونکو له پنځو څخه تر لسو کلونو پورې به داسې درمل ترلاسه شي، چې د عمر د ډېرېدو د عمل مخنیوی به کوي او د بدن په بیا را ژوندي کولو کې به بریالي وي.

د توکیو د څېړنېز طب انسټیټوټ استاد ماکوتو ناکاني وایي، چې شپېته کاله دمخه په امریکا کې یو ساینسپوه لیونارډ بیفلک موندلې ول، چې د انسان په بدن کې یو شمېر حجرې څو څو ځله ویشل کېږي، چې بیا د کمزورۍ یا ضعیفېدو عمل ورو کوي.

د امریکایي ساینسپوه د موندنې له مخې ویل کېږي چې د عمر په ډېرېدو سره زیان رسوونکې حجرې راټولېږي، چې بیا د سوخت او د پوستکي د زړښت سبب کېږي، بله خوا جاپاني ساینسپوهان وایي که چېرته له دې حجرو ځان خلاص کړو، نو د عمر د ډېرو په نښو کې څرګند ښه والی راوستلی شو.

څېړونکې وایي چې د عمر د ډېروالي د حجرو د ژوندي ساتلو لپاره د GLS1 انزایم ډېر اړین وي او د یو ځانګړي د مخنیوي متیود په کارولږ سره د عمر د حجرو په ګډون د سوخت رامنځته کوونکې ټولې حجرې له منځه وړل ممکن دي.

جاپاني ساینسپوهانو د داسې درملو د استعمال اراده کړې، چې اوسمهال شتون لري او پر موږکانو له ازمایښت څخه تېږېږي، چې د ځینو سرطاني ناروغیو درملنه هم کوي او پایله یئ هم مثبته ده.

یاده دې وي چې غوره خوراک او ورزش هم کولی شي چې د انسان حجرې تر ډېره متحرکې وساتي او د عمر په ډېرېدو کې یې مرستندویه تمام شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …