کورپاڼه / روغتيا / په وینه کې د ګلوکوزو کمښت د خطرناکو ناروغیو سبب ګرځي

په وینه کې د ګلوکوزو کمښت د خطرناکو ناروغیو سبب ګرځي

په وینه کې د ګلوکوزو کمښت د انسان بدن اغېزمنوي او په ۱۶ ډوله ناروغیو یې اخته کوي، چې د ګلوکوزو دې ډول کمښت ته په طب کې هاییو ګلیسیمیا ویل کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په عام ډول په وینه کې د شکر ډېرېدل خطرناک ګڼل کېږي، چې ځینې وختونه د مړینې لامل هم ګرځي، خو آیا پوهېږئ چې په وینه کې د ګلوکوزو کمښت ډېر زیانمن وي، چې شکر په پرتله یې د مړینې کچه شپږ برابره ډېره ده.

ددې بنسټیزه وجه هغه درمل دي چې د شکر د کمولو لپاره استعمالېږي او د شکر د ناروغانو لپاره ډېری وخت هغه درمل ورکول کېږي چې د ګلوکوزو سطحه کموي، یوازې دا نه بلکې د هورمونونو کمښت، د ګردو خرابي، نامناسب او خوراک او نور سببونه هم د ګلوکوزو کمښت رامنځته کوي.

په وینه کې د ګلوکوزو کچه له ۷۲ څخه تر ۱۰۸ ملي ګرامه پورې وي، که چېرته دغه کچه له ۷۰ ښکته شي په ناروغیو مو اخته کوي او کله چې له ۵۵ ملي ګرامو څخه ښکته شي بیا یې نښې را څرګندېږي.

سببونه او نښې نښانې:

د ذکر شوو نښو نښانو سربېره د زړه درزا ډېرېدل یا کمېدل او ستړیا هم د ګلوکوزو د کمښت نښې ګڼل کېږي او که چېرته تر ۳۰ دقیقو پورې د طبیعت خرابېدل دوام پیدا کړي نو دا هم د ګلوکوزو د کمښت نښه ګڼل کېږي، ځینې روغتیایې کارپوهان د فلج ناروغي هم د ګلوکوزو د کمښت نښه بولي.

دغه راز هغه کسان چې د ګلوکوزو له کمښت سره مخ وي د خوب ستونزې لري او د کارونو پرمهال د کمزورۍ او بې خوبۍ ښکار ګرځي، ذهني فشار رامنځته کوي، خوراک نه کوي، که څه هم لوږه ډېرښت مومي.

دغه راز د سر درد، د عضلو درد، بیا بیا میتازې کول، د هضم ستونزې او د نظر کمزوري هم د ګلوکوزو د کمښت په سبب رامنځته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …