کورپاڼه / روغتيا / که د ځان وینځلو پرمهال صابون ونه کاروو څه به وشي

که د ځان وینځلو پرمهال صابون ونه کاروو څه به وشي

که چېرته سوداګریزو اعلانونو ته متوجې شو، نو داسې به احساس کړو، چې د لامبو یا ځان وینځلو پرمهال له اوبو څخه صابون ته ډېر اړتیا وي او مختلف ډوله صابونونه نه یوازې زموږ د پوستکي ساتنه کوي، بلکې له میکروبونو مو هم ساتي او په همدې سبب داسې فکر کول هم ناشوني وي چې موږ دې پرته له صابون څخه ولامبو، که چېرته بیاهم داسې وکړو نو داسې احساس به کوو لکه سم چې نه یو پاک شوي، راځئ چې نن په دې پوه شو که چېرته د صابون استعمال پرېږدو نو زموږ پر پوستکي به څه اغېزې پرېوځي.

  • زموږ پوستکی به روغ وي: پرته له صابون څخه لامبل زموږ پر پوستکي موجود ساتونکي برخې خوندي ساتي، که څه هم صابون زموږ پوستکی پاکوي خو د پوستکي پاسنۍ برخې ته هم زیان رسوي او د حساسیت د پیدا کېدو وېره یې ډېروي.

  • زموږ بدن له بد بویۍ څخه ژغوري: په صابون سره د ځان مینځل د صابون خوشبو په وسیله زموږ د پوستکي په پاسنۍ برخه د موجودو غوړو او بکټریا ترمنځ اړیکه خرابوي، چې بیا بد بویي رامنځته کوي، خو پرته له صابونه بیا داسې نه کېږي.

  • د پوستکي نمي ختموي: په دوامداره توګه د صابون استعمال د پوستکي طبیعي نم ختموي او د سپوروالي سبب یې ګرځي.

  • پوستکی ګونځي کوي: که اعلاناتو ته پام وکړو نو بیا داسې ګڼو چې صابون ګوندې پوستکی نرم ساتي، خو داسې نه ده، بلکې صابون د پوستکي غوړ ختموي او د ګونځي کېدو سبب یې ګرځي.

  • ویټامین ډي کموي: زموږ پوستکی د لمر له وړانګو ویټامین ډي اخلي، خو د صابون استعمال یې دا وړتیا کموي او له لمر څخه په بشپړه توګه ګټه نه شي اخیستلی.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …