کورپاڼه / ليکنې / رنګونه او د رنګونو اغېزې

رنګونه او د رنګونو اغېزې

هر رنګ مختلف احساسات او جذبات راپاروي، یعنې رنګ او احساس یو له یو سره اړیکې لري، سخت رنګونه بیا د سړو رنګونو په پرتله مختلف جذبات راپاروي او تېز رنګونه بیا د تتو رنګونو په پرتله مختلف احساسات زېږوي، دا ټول په دې پورې اړه لري چې یو رنګ څه ډول نفسیاتي یا رواني اغېزې رامنځته کوي.

رنګونه تل د خوښۍ یاهم د خپګان احساس ورکوي، د لوږې او آرام احساس هم راکولی شي، خو دا عکس العملونه د رواني اغېزو، بیولوژیکي حالاتو او کلتور سره اړیکه لري.

همدا وجه چې پر یوه شخص د رنګونو د اغېزو د پوهېدلو لپاره د رنګونو بنسټیز اصول او مانا باندې پوهېدل اړین وي. لکه څنګه چې مختلف رنګونه جذبات اغېزمنوي، نو ډېر تړاو یې هم له رنګ، ځلېدو او سیوري سره وي.

سره، نارنجي او ژیړ رنګونه هغه رنګونه دي چې تاوده ګڼل کېږي او ګرم رنګ ډېری وخت د خوښۍ، هیلې او د انرژۍ لرونکو جذباتو ته لار هواروي، خو ذکر شوي رنګونه د خطر لپاره هم استعمالېږي.

شنه، نیلي او ارغواني رنګونه بیا رنګونه دي چې طبیعت سوړ دی، چې د آرام سبب هم کېږي، خو د غم او درد څرګندونه هم کوي، ارغواني په تخلیقي وړتیا کې ډېر استعمالېږي، ځکه چې دا رنګ د نیلي (آرامه) او سور رنګ څخه ترکیب شوی رنګ دی، نو که چېرته کوم د روغتیا، سلامتیا او د ښکلا اړوند شرکت رنګونه استعمالوي نو ذکر شوي رنګونه دې وکاروي.

د خوښۍ رنګونه روښانه وي لکه ژېړ، نارنجي، ګلابي او سور، د شفتالو رنګ یاهم لږ غوندې ګلابي رنګونه ستاسې په طبیعت مثبت اغېز پرېباسي، دا رنګ چې څومره روښانه وي په هماغه اندازه خوښي ورکوونکی هم وي.

د غم او خپګان رنګونه بیا ژور او تت وي، چې په دې کې خړ، ډېر نیلي، شین، نصواري او ایره ډوله رنګونه شامل دي، دغه په غربي هیوادونو کې تور رنګ د ماتم رنګ ګڼل کېږي، خو په ځینو ختیځو اسیایي هیوادونو کې بیا سپین رنګ د غم رنګ ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

افغان پاسپورټ ۲

هغه هېوادونه چې افغانان ورته په ۲۰۲۱ کال کې پرته له وېزې سفر کولاى شي

د هینلي پاسپورټ د تازه درجه بندۍ په اساس د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر …