په کاناډا کې یوې څلویښت کسیزې ډلې اعلان کړی، چې دوی د نړۍ ترټولو اوږد مهاله د هاکي لوبه بشپړه کړې ده، چې دوه سوه دوه پنځوس ساعته وخت یې ونیو.
ویل کېږي چې دغه لوبه د ایډمنټن په سیمه کې په لاره اچول شوې او د دوو لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ په څلورمه نیټه پیل شوه، چې د (کیور لوبډلې) ۲۶۴۹ نمرې او د (هوپ لوبډلې) بیا ۲۵۲۸ نمرې ور پکې ترلاسه او لوبه پای ته ورسېده.
دغه راز ویل کېږي چې د هاکي دې لوبې ۱.۴ میلونه ډالر راټول کړي او د ۱.۲ میلونو ډالرو موخه یې لاسته راوړې، چې دغه روپۍ به د البرټا په پوهنتون کې پر سرطان د څېړنو لپاره ورکول شي.
بله خوا د لوبې برابروونکې وایي چې دوي دغه لوبه د نړۍ د ترټولو اوږد مهالې لوبې په حیث د تایید یا منلو لپاره د نړۍ د ریکارډونو د کتاب ادارې ته وړاندیز کړی دی.