کورپاڼه / جالب / څېړنه: یو کیلو سرب یا سیسه ډېر وزن لري که یو کیلو مالوچ؟

څېړنه: یو کیلو سرب یا سیسه ډېر وزن لري که یو کیلو مالوچ؟

ډېر به مو اورېدلي یا به په ښوونځي کې له دا ډول پوښتنو سره مخ شوي یئ، چې یو کیلو سرب یا سیسه ډېر وزن لري که یو کیلو مالوچ؟ که ددې ډول پوښتنې ځواب به غیر منطقي خو رښتیا همدا دی او باید یې ومنو.

په منطقي ډول وایو چې یو کیلو سرب یا سیسه او یو کیلو مالوچ باید یو ډول وزن ولري، خو کله چې د تجربې لاندې ونېول شوي او تجربې پرې شوي، نو پایله بیا بل ډول را ووته.

څېړونکو په ذکر شوو توکو یوه تجربه ترسره کړه او په تجربه کې یې په شریکو کسانو سترګې وتړلې او په یو ډول حجم، شکل او وزن کې یې ځینې ډبي یا کوتۍ ورکړې، چې پورته یې کړي، چې په دې ډبیو کې یو ډبی د سرب او بله هم د مالوچ و، خو ګډون کوونکو ته یې دا نه ول ویلي چې په ډبیو کې څه شی دی.

حیرانوونکې خبره داده چې د تجربې په پایله کې له ګډون کوونکو وپوښتل شول، چې په دې ډبیو کې یې کوم یو ډېر وزن لري، چې د هغوی ځواب بیا د سربو لرونکی ډبی و.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …