کورپاڼه / هنر او کلتور / عمران هاشمي له سلمان خان سره په (ټایګر) فلم کې د کار کولو په اړه خاموشي ماته کړه

عمران هاشمي له سلمان خان سره په (ټایګر) فلم کې د کار کولو په اړه خاموشي ماته کړه

د بالیووډ اداکار یا هنرمند عمران هاشمي له سلمان خان سره په ټایګر فلم کې د ویلن په توګه د رول د ادا کولو په اړه خاموشي ماته کړه.

د سلمان د ټایګر د لړۍ دوه فلمونو (ایک تا ټایګر) او (ټایګر زنده هی) له بریالیتوب وروسته د سلمان خان مینوال ددې لړۍ دریم فلم ته په بې صبرۍ سره انتظار کوي، ځکه چې په دې فلم کې سلمان د هندوستان جاسوس او کترینا کیف بیا د پاکستان د جاسوسې په توګه رول لوبوي، چې هر ځل د یو نوي ماموریت لپاره ځي.

د فلم جوړونکو لخوا د فلم د ښه والي لپاره تل د ویلن رول ته ارزښت ورکوي، لکه څنګه چې په (ټایګر زنده هی) فلم کې چې ایراني اداکار سجاد افروز د ویلن یعنې د ابو عثمان رول لوبولی و، چې په همدې سبب په دریم فلم کې د عمران هاشمي د شاملولو پرېکړه شوې او دا به لومړی ځل وي چې عمران هاشمي به له سلمان سره یوځای د سکرین په پرده راڅرګند شي.

بله خوا عمران هاشمي د رسنیو سره په خبرو کې دا خبره ردوي او وایي چې په دې اړه څه ویل نه غواړي، که چېرته دا خبره مو د خبرونو سر ټکی کړی وي، نو دده لپاره به غوره وي چې خوله بنده کړي او له دې پرته څه نه شي ویلی.

یاده دي وي چې د یش راج فلمز لخوا د عمران هاشمي د ویلن لپاره تایید شوی او له دې وړاندې هم د پروکشن لخوا ویل شوي ول چې عمران هاشمي د ویلن لپاره ښه جوړ دی او همدا یې د ویلن لپاره غوره کړی دی.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …