کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د چاپیریال ساتونکو د سختو سمندري طوفانونو خبرداری ورکړی

د چاپیریال ساتونکو د سختو سمندري طوفانونو خبرداری ورکړی

د چاپیریال ساتونکو خبرداری ورکړی چې په دې وروستیو څو کلونو کې د سمندري طوفانونه شمېر دوه برابر ډېر شوی او سرعت یې هم د تېر په پرتله تېز شوی، چې په همدې سبب د مخکې په پرتله ډېره تباهي یا ورانی هم رامنځته کوي.

چاپیریال ساتونکي وایي چې له ۱۹۵۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال ترمنځ د سمندري طوفانونو سرعت په ساعت کې له ۵۶ کیلو میترو څخه تر ۱۱۷ کیلو میترو پورې ټاکل شوی و.

که څه هم دغه څېړنه یوازې د تېرو ۶۵ کلونو پرمهال د راتلوونکو طوفانونو په اړه ده، خو دا څېړنه د نړۍ په سطحه د موسم د بدلون او نورو حالاتو په اړه معلومات راکولی شي.

په اتلانتیک بحر کې د برمودا د ټاپوګانو پر شاوخوا کې موسمي بدلونونو او د تودوخې درجې زیاتوالي د سمندري طوفانونو سرعت دوه برابره ډېر کړی.

د انګلیستان د سمندري ساینس انسټیټیوټ، د ملي ساینسپوهنې مرکز او سوت همپټن پوهنتون په ګډه څېړنه کې ویلي، چې د تېرو څو کلونو موسمي بدلونونو په سبب د سمندري طوفانونو په سرعت کې ډېروالی راغلی.

څېړونکو د برمودا او د شاوخوا سیمو کې کې د رامنځته کېدونکو سمندري طوفانونو سرعت له ۱۹۵۵ څخه تر ۲۰۱۹ کال ترمنځ په ساعت کې له ۵۶ څخه تر ۱۱۷ پورې ټاکلی دی.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …