کورپاڼه / روغتيا / د املي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د املي حیرانوونکې روغتیایي ګټې

املي د خوراکي توکو د خوند په ډېرولو کې کارول کېږي او په جوړښت کې یې ویټامین سي، ویټامین بي، کلسیم، فاسفورس، اوسپنه، پوتاشیم، میګنیزیک او فایبر هم شتون لري. د املي بوټی یا ونه په شمالي افریقا او د اسیا په ځینو هیوادونو کې هم موندل کېږي، چې ګټې به یې په لاندې ډول بیان کړو.

د معدې لپاره ګټور وي:

املي د ډېرو ویټامینونو او منرالونو لرونکې ده، چې استعمال د انسان روغتیا ښه کوي او د معدې د ښه والي سبب ګرځي، دغه راز انسان ته آرام هم ورکوي او د فایبرو شتون یې د هضم په سیستم کې ګټور تمامېږي او کولمو ته پیاوړتیا ور په برخه کوي.

د زړه د روغتیا لپاره ګټوره وي:

املي د پوتاشیم درلودونکې وي چې د لوړ فشار په کمولو کې مهم رول لوبوي او فایبر یې د شیریانونو خراب کلیسټرول کموي او ښو کلیسټرولو ته ډېروالی ورکوي.

لوړ فشار برابر ساتي.

املي د پوتاشیم، اوسپنې، سیلینیم، کلسیم، زنک او کاپر لري چې اوسپنه یې د وینې سره کرویات جوړوي او نور مواد یې بیا د وینې مواد برابر ساتي او لوړ فشار کنټرولوي.

وزن کموي:

د وزن د کمولو لپاره د املي استعمال اړین وي، ځکه چې املي لوږه ختموي او په همدې ډول د چاغښت ستونزه حلوي او په څښاکو کې هم کارول کېږي.

دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي:

د املي په جوړښت ویټامین سي او نور انټي اکساید د انسان بدن لپاره د درملو حاصیت لري، دفاعي سیستم یې پیاوړی کوي او له ناروغیو یې ژغوري.

زړه بدوالی له منځه وړي:

د املي کارول د طبیعت د ښه کولو لپاره ګټور وي، نو هغه کسان چې د زړه بدوالی یا اړوند نورې ستونزې املي یا د املي شربت دې وکاروي.

یاده دې وي چې ځینې خلک املي د ملا د دردونو د آرامولو لپاره هم استعمالوي یا ورڅخه ګټه اخلي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …