کورپاڼه / جالب / د مینې ازمایښت: یوه ځوانه جوړه (هلک او انجلۍ) تر دریو میاشتو پورې په ځنځیر وتړل شول

د مینې ازمایښت: یوه ځوانه جوړه (هلک او انجلۍ) تر دریو میاشتو پورې په ځنځیر وتړل شول

په اوکراین کې یوې ځوانې جوړې د روان کال د مینې ورځ په ډېره جالبه طریقې سره لمانځلې او د دریو میاشتو لپاره یې یو یو لاس د ځنځیر په وسیله سره تړلی دی.

ویل کېږي چې په ځنځیر سره دغه کړنه د اوکراین د (ملي ریکارډونو ثبت) په نماینده ګي سره شوی دی. د الیګزینډر او ویکټوریا په نوم دغې ځوانې جوړې ځنځیر ویلډینګ کړی او له دې وروسته د ذکر شوې ادارې په اسازیتوب سره په ځنځیر مهر لګېدلی او د دریو میاشتو د ازمایښت اعلان کړی، چې د میي په څوارلسمه نیټه به پای ته ورسېږي.

د مینې ددې جالب ازمایښت په اړه الیګزینډر او ویکټوریا وایي، چې تر دریو میاشتو پورې هر وخت، هره شېبه او هر حالت له یو بل سره د ژوند په تېرولو سره معلومات کوي، چې ټول عمر یو له بل سره پاتې کېدلی شي او که نه.

له تېرو څو کلونو څخه دغه ځوانه جوړه په ورځني ډول په ټولنیزو رسنیو خپل تصویرونه او ویډیوګانې خپروي او ځایي رسنۍ هم د څارنې لاندې نېولی، چې د ازمایښتي دورې تر اخره پورې به دوام ولري.

که څه هم دې دواړو د ازمایښت د بریالیتوب اراده کړې، خو که چېرته ددې دورې څخه دمخه یو له بل سره ورته ژوند کول سخت شول، نو بیا دې ځنځیر پرې کړي.

د ځوانې جوړې شوق او لېونتوب دومره ډېر دی، چې ډېرو خلکو ورباندې شرطونه ایښي دي، که چېرته دوی دواړه په دې ازمایښت کې بریالی شول، نو د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې به د مینې په مناسبت په یوه نوې زوایه خپل نوم ثبت کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې (۱۳۹) کلن کور له یو ځای څخه بل ځای ته وړل شوی+ویډیو

د امریکا متحده ایالاتو په سان فرانسسکو ایالت کې د ۱۳۹ کلن پخوانی کور په …