کورپاڼه / جالب / په اندونیزیا کې یوې انجلۍ دعوه کړې، چې د هوا له څپو حامله شوې

په اندونیزیا کې یوې انجلۍ دعوه کړې، چې د هوا له څپو حامله شوې

په اندونیزیا کې یوې انجلۍ په حیرانوونکې توګه دعوه کړې، چې د هوا له څپو حامله شوې، د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي، چې دغه انجلۍ سیتي زینه نومېږي او پنځه ویشت کاله عمر لري او د ماشوم له زېږون یو ساعت دمخه معلومه شوه چې نوموړې حامله ده.

ویل کېږي چې سیتي زینه د خېټې د درد په سبب روغتون ته وړل شوې، چې بیا ډاکترانو ورته د حمل وویل او زیاته یې کړه چې د ماشوم د زېږون وخت یې دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې نوموړې پیغله انجلۍ د مور کېدو له امله پولیسو نېولی، خو ددې لپاره چې له سزا وژغورل شي، وعوه یې کړې چې د هوا څپو حامله کړې او ویلي دي چې د هوا یوه څپه د کړکۍ له لارې د نوموړې کوټې ته داخله شوې.

سیتي زینه زیاتوي چې بیا یې د هوا څپه یې بدن ته داخله شوې او په همدې سبب حامله شوې. له دې وروسته د انجلۍ په خېټه درد شوی او روغتون وړل شوي چې بیا ډاکترانو ورته وویل چې ماشوم زېږېدونکی دی، چې بیا یې یو ساعت وروسته ماشوم وزېږید، بله خوا په دې اړه پولیسو څېړنې روانې کړي.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …