کورپاڼه / هنر او کلتور / د پریانکا چوپړا کتاب (ان فنشډ) نیویارک ټایمز د غوره پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې شامل کړ

د پریانکا چوپړا کتاب (ان فنشډ) نیویارک ټایمز د غوره پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې شامل کړ

د بالیووډ نوموتې اداکاره یا هنرمنده او د امریکایي سندرغاړي نک جونس میرمن پریانکا چوپړا چې په دې وروستیو کې د خپلو خاطرو کتاب د (ان فنشډ) په نوم سره خپور کړ، تېره ورځ جمعه یې د خپلو مینوالو څخه مننه وکړه.

یاده دې وي چې دا کتاب په امریکایي اخبار نیویارک ټایمز کې د غوره پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې شامل شوی.

د امریکایي ډرامې (وایټ ټایګر) اداکارې پریانکا نن ورځ پخپل انسټاګرام یوه وړه غوندې ویډیو خپره کړې، چې د خپل کتاب عکس یې په کور یا پښتۍ کې ورکړی.

نوموړې په ویډیو کې ځینې داسې تصویرونه هم شامل دي، چې د ژوند ځینو پېښو سره یې تړاو لري او د خپل بریا په اړه یې له مینوالو مننه کړې او ویلي دي چې دا هر څه له یوې اوونۍ څخه هم ژر وشول او کتاب یې د نیویارک ټایمز د غوره پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې شامل شو او هغه ټولو یې مننه کړې چې نوموړې یې هڅولې.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …