کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / روسي ساینسپوهان هڅه کوي چې د حیواناتو له (۵۰) کاله پخوانيو پاتې شونو څخه وایروس راوباسي

روسي ساینسپوهان هڅه کوي چې د حیواناتو له (۵۰) کاله پخوانيو پاتې شونو څخه وایروس راوباسي

په روسیه کې ساینسپوهانو د زرګونه کاله پخوانیو حیواناتو په پاتې شونو د هغه وخت د وایروس راویستلو لپاره حیرانوونکې څېړنې پیل کړي. د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې ساینسپوهانو د سایبیریا او نورو سیمو کې د واورې لاندې ترلاسه شوي پاتې شوي چې زرګونه کاله پخواني او د فیل، آس، سویې او نورو حیوانات دي، څېړنې پرې پیل کړي، چې یو بیا پکې پنځوس زره کاله پخوانی موږک ډوله حیوان (Lemming) دی.

چې د ویرولوژۍ او بایو ټیکنالوژۍ مرکز ساینسپوهانو هڅه کړې، چې د حیواناتو له پاتې شونو څخه د هغه وخت وایروس راوباسي او د ویروسونو طبیعي مواد ترلاسه کړي.

یاده دې چې د سایبیریا د نوجوسیبریسک ښار ته نږدې ویرولوژۍ او بایو ټیکنالوژۍ مرکز د سړې جګړې پرمهال د بیولوژیکي جګړو د څېړنو لپاره جوړ شوی و، دغه مرکز د کورونا د واکسین د جوړولو هڅې هم کوي، چې له تیاری وروسته به په روسیه کې د کورونا دویم ډول واکسین وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، …