کورپاڼه / روغتيا / د شاتو او لېمو په ګرمو اوبو کې ګډول او بیا یې څښل رښتیا هم ګټور وي؟

د شاتو او لېمو په ګرمو اوبو کې ګډول او بیا یې څښل رښتیا هم ګټور وي؟

شات او لېمو دواړه تقریباً په هر یو کور کې وي، چې د غذایي توکو او څښاکو د خوند د زیاتولو لپاره استعمالېږي، خو آیا په اوبو کې د لېمو او شاتو ګډول او بیا یې ګټور وي؟ په حقیقت کې د دا ډول دعوو شمېر لږ نه دی، چې له مخې یې ویل کېږي، چې دا څښاک وازده اوبه کوي، دانې ختموي، له بدن څخه زهرجن مواد خارجوي، آیا رښتیا هم دغه مرکب ګټور وي او که څنګه

شات د بورې صحت مند بدیل دی چې د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري او لېمو هم د روغتیا لپاره ګټور دی، چې ویټامین سي او نور مواد یې د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي. د شاتو په اړه ساینس ثابته کړې چې هم د غذا په ډول استعمالېږي او هم د درملو په توګه استعمالېږي چې د نړۍ له پخوانیو خوراکي توکو څخه دی او د شاتو په وسیله زخم ژر ښه والی مومي او د پوستکي له ناروغیو مو ژغوري، دغه راز ټوخی ورکوي او د ستوني ناروغیو ته هم ګټور وي. بله خوا لېمو د ګردو د تیږو لپاره ګټور وي او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. راځئ چې وګورو چې ددغو دواړو توکو ترکیب څه ګټه لري.

وزن کموي:

ویل کېږي چې ډېر اوبه څښل او د شاتو او لېمو استعمال وزن کموي، دغه راز د میتابولیزم عملیه تېزوي، د لوږې احساس ختموي او په دې ډول وزن کموي.

د ناروغیو مخنیوی کوي:

شات آراموونکې ځانګړتیا لري او لېمو بیا د ویټامین سي په موجودیت د ناروغیو په ښه کولو کې مرسته کوي، ویټامین سي د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

د هضم لپاره ګټور وي:

په مناسب اندازه د اوبو کارول د هضم لپاره ګټور وي او د اوبو کمښت بیا دقبض سبب ګرځي چې یوه عامه ستونزه ده، چې بیا ذکر شوی ترکیب د بدن د اوبو اندازه برابره ساتي.

دماغي وړتیا ډېروي:

ځینې کسان دعوه کوي چې دا ترکیب یې د حافظې په ښه کولو او د دماغي وړتیاوو په ډېرولو کې مرسته کوي، خو په ساینسي توګه څه نه دي لاسته راغلي.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …