کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا رنبیر کپور به په (PK) کې د عامر خان ځای ونیسي؟

آیا رنبیر کپور به په (PK) کې د عامر خان ځای ونیسي؟

موږ ټولو ته به دا ضرور یاد وي، چې د عامر خان د بریالي فلم (PK) په آخر کې رنبیر کپور لنډ غوندې رول لوبولی و.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې اوسمهال به د PK په دویم فلم کې رنبیر کپور کیسه مخته یوسي او ذکر شوي فلم کې به خپله اداکاري یا هنر وښایي.

د PK فلم جوړونکی ودو ونود چوپړا وایي، چې دوی به په یو مناسب وخت کې د فلم دویمه برخه جوړه کړي، د فلم په آخر کې رنبیر کپور لنډ غوندې رول لوبولی و، چې اوس به رنبیر کپور د فلم کیسه مخته بوځي.

نوموړی وایي چې ابیجیت جوشي لا تر اوسه د فلم کیسه نه ده لیکلې او کله چې هغه کیسه ولیکي نو دوی به هم د فلم دویمه برخه جوړه کړي.

یاده دې وي چې په PK فلم کې د فلم جوړونې لارښونه راج کماز هیراني ترسره کړې وه او د فلم مرکزي رولونه بیا عامر خان او انوشکا شرما لوبولی ول.

دغه راز په دې فلم کې سشانت سنګ راجپوت، سنجی دت اږ بومن ایراني هم پکې د خپل هنر څرګندونې کړې وې.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …