کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي په شپږیزه د کراچۍ کنګز لوبډله بریالۍ کړه

محمد نبي په شپږیزه د کراچۍ کنګز لوبډله بریالۍ کړه

محمد نبي په ۱۴ توپونو چټکې ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او دفاعي اتله کراچۍ کنګز لوبډله يې بریا ته ورسوله.

د پاکستان سوپر لیګ لومړۍ لوبه د کراچۍ کنګز او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پیل کې کراچۍ پچه وګټله او کوټې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوټې ګلیډیټرز په ۱۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې کریس ګیل ۳۹، اعظم خان ۱۷ او قېس احمد ۱۶ منډې وکړې.

د کراچۍ کنګز له لوري ارشد اقبال ۳ او وقاص مقصود ۲ ویکټې واخیستې.

د ۱۲۲ منډو هدف د کراچۍ کنګز لوبډلې په ۱۳.۵ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر يې لومړۍ بریا خپله کړه.

د دوی له لوري جو کلارک ۴۶ او محمد نبي ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کوټې ګلیډیټرز له لوري محمد حسنین ۲ ویکټې واخیستې او قېس احمد د کومې ویکټې په اخیستو بریالی نه شو.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ارشد اقبال ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …