کورپاڼه / اسلام / اسلام د برزخ په اړه څه وایي؟

اسلام د برزخ په اړه څه وایي؟

برزخ یا د عالم برزخ په اړه هر مسلمان پوهېږي، خو بیاهم په اړه یې په بشپړ ډول ډېر لږ خلک خبر دي، برزخ د پردې یاهم د دوو شیانو ترمنځ حد یا حایل ته وایي، دا له مړینې وروسته تر قیامته پورې د وقفې نوم دی، د قران کریم په المومنون سوره کې راځي، تر دې پورې چې په دوی کې څوک مړ شي، نو وبه وایي چې ای زما ربه! ما بېرته دنیا ته ولېږه ترڅو یو څه نیک عمل یا کارونه وکړم، چې ما پرېښي دی، هیڅکله، دا یوه داسې خبره ده چې د افسوس په ډول به وویل شي او له هغې مخته تر دې ورځې پورې یوه پرده یا حایل دی، په کوم ورځ چې دوی له قبرونو راپورته شي. له دې ایت ثابته شوه چې له مرګ وروسته تر بیا راپورته کېدو پورې وخت عالم برزخ ویل کېږي.

عالم برزخ هم له دنیا سره تړاو لري او هم له اخرت سره، له دنیا سره یې اړیکه داسې وي کله چې یو انسان مړ شي نو د خپلو خپلوانو له لوری یې د مړي د ثواب لپاره صدقه مړي ته ثواب رسوي او آرام ور په برخه کېږي او له آخرت سره یې اړیکه په دې ډول ده، چې کومه جزا او سزا په برزخ کې ورکول کې په آخرت کې د ورکوونکې سزا یوه برخه ده، په اړه په سوره غافر کې الله تعالی فرمایي، او په عالم برزخ کې به هم هغه کسان سهار او ماښام د دوزخ اور ته راوستل کېږي.

علماء کرام د عالم برزخ په اړه وایي که دا چې یوه دنیا ده چې الله تعالی له الله تعالی له قیامت دمخه آباده کړې، دا به زموږ له نړۍ دومره پراخه وي لکه دا نړۍ چې د مور له خېټې څومره پراخه ده، په دې دنیا کې به ایمان، کفر، پیروي او د ګناه اغېزې په سترګو ښکاري یعنې کوم شیان چې موږ یې دلته نه وینو هلته یې لېدلی شو، چې زموږ عملونه هم ور پکې شامل دي.

علماء کرام د شریعت له مخې وایي چې د عالم برزخ پیل د منکر او نکیر له پوښتنو کېږي، کله چې خپل او خپلوان مړی په قبر کې کېږدي او روح ورته بېرته راشي نو د الله تعالی په حکم به منکر او نکیر ورته راشي او پوښتنې به ورڅخه وکړي، لومړنۍ پوښتنه به یې دا وي چې ستا رب څوک دی؟ دویمه ستا دین څه دی؟ که چېرته یې ځوابونه سم ول نو د آسمان لخوا به یو آواز راشي چې زما بنده رښتیا وویل، د جنت دروازې ورته پرانېزئ، د جنت دروازې به ورته پرانیستل شي او له هغه ځایه به ورته خوشبو او یخه هوا راشي، خو که چېرته مړ شوی کس کافر یا منافق وي او پوښتنو ته ځواب ونه وایي نو د دوزخ دروازې به ورته پرانیستل شي.

دا هم ولولئ

آیا جادو خو درباندې نه وي شوی؟ په دې سورت سره معلوم کړئ

یو لږ شمېر خلک کله چې له دارو او درملو څخه ناهیلي شي، نو روحاني …