په جارجیا کې د یو ژېړ رنګه پیګوین ښکلا او ښایست خلک ګوته په غاښ کړي او تصویرونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې جارجیا کې یو فوټوګرافر یا عکس اخیستونکې په شل زرو پینګوینو کې ژېړ رنګه پینګوین موندلی دی.
View this post on Instagram
عکس اخیستونکې دعوه کړې، چې ژېړ رنګه پینګوین لا تر اوسه هیچا هم نه دی لېدلی او دی خپله هم د ژېړ رنګه پینګوین په لېدلو حیران شوی دی.
عکس اخیستونکی وایي، چې په انتارکتیکا او جنوبي اتلانتیک کې د دوه میاشتنۍ فوټوګرافۍ یا عکس اخیستنې پرمهال یې ژېړ رنګه پینګوین ولید، چې د تورو وزرونو پرځای ژېړ رنګه وزرونه درلودل.
Probably the best thing I’ve seen today: Yellow Pinguin
“Belgian landscape and wildlife photographer Yves Adams captures ‘Never Before Seen’ Yellow Penguin”
Yves’ website: https://t.co/oowtKJaNVX pic.twitter.com/uhZzaZnIQy— Democracy Bug (@DemocracyBug) February 19, 2021
درې څلویښت کلن عکس اخیستونکی وایې، چې د عکس اخیستنې یا فوټوګرافۍ پرمهال یې په دومره ډېره اندازه پینګوین ولېدل، نو د عکس اخیستنې لپاره یې ودرېد، چې په یو لکو شلو زرو پینګوینو کې یې یو له ټولو مختلف رنګه پینګوین ولید او د کامرې برخه یې وګرځاوه