کورپاڼه / روغتيا / سهار په نهاره سره د بادیانو اوبه وڅښئ تازه وګرځئ!

سهار په نهاره سره د بادیانو اوبه وڅښئ تازه وګرځئ!

بادیان یو له هغه ارزان بیه او په آسانه له پیدا کېدونکو شیانو یا بوټو څخه دی، چې تقریباً هر کور یې لري او په خوړو کې یې ددې لپاره استعمالوي ترڅو یې خوند او خوشبویي ډېره شي.

بادیان د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لپاره هم کارول کېږي، په ځانګړي ډول د وزن د کمولو لپاره ترټولو غوره بوټی یا نبات دی.

بادیان د هضم لپاره هم ګټور وي او د میتابولیزم عملیه ښه کوي او کله چې د میتابولیزم عملیه ښه کوي معده ورسره پاکېږي او د ګیس، تېزابیت او د خېټې د درد سربېره نورې ستونزې هم حلوي.

ددې لپاره لږه اندازه بادیان راواخلئ او په ګرمو اوبو کې یې واچوئ او و یې څښئ یاهم ټوله شپه یې په اوبو کې واچوئ او سهار یې په نهاره وڅښئ، نو د چاغښت ستونزه به مو حل او ټول ورځ به تازه وئ.

خو یاده دې وي چې د بادیانو اوبه هغه وخت وزن یا اضافي وازده اوبه کوي کله چې په منظم ډول سره استعمال شي.

د بادیانو تازه یا شنې پاڼې هم اغېزې ښېندي، که چېرته د بادیانو نرۍ پاڼې یا ډنډرې یې د سلاد په ډول په نهاره وخوړل شي نو له بې شمېره ناروغیو مو ژغوري.

که چېرته د بادیانو پاڼې له اوو دانو بادامو سره یوځای وخوړل شي نو د سر درد ستونزه هم له منځه وړي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …