کورپاڼه / روغتيا / د کشمشو یا مویزو هغه حیرانوونکې ګټې چې تر اوسه به ترې نه وئ خبر

د کشمشو یا مویزو هغه حیرانوونکې ګټې چې تر اوسه به ترې نه وئ خبر

کشمش یا مویز هم د نورو مېوو په څېر د روغتیا لپاره پخپل جوړښت کې ډېرې ګټې لري، خو ډېر لږ خلک ورته پاملرنه کوي او له ګټو یې نا خبره وي، نو راځئ چې دلته یې ګټې ولولو:

  • د هضم لپاره: کشمش یا مویز د هضم لپاره ګټور ګڼل کېږي، ځکه چې په جوړښت کې یې فایبر شتون لري او فایبر د قبض مخنیوی کوي، د کولمو لپاره ګټور وي او زهرجن توکي خارجوي.

  • د سترګو لپاره: د کشمشو یا مویزو په جوړښت کې ویټامین ای، ای کیروټینایډ او بیټا کیروټین لري چې د سترګو لپاره ګټور وي او دید یې ډېروي.

  • لوړ فشار لپاره: لوړ فشار په بدن کې د مالګې د ډېروالي په سبب رامنځته کېږي، خو مویز یا کشمش بیا په لږه اندازه سودیم لري او په مناسبه توګه پوتاشیم لري چې لوړ فشار کنټرولوي.

  • د هډوکو لپاره: کشمش یا مویز د کلسیم درلودونکې وي چې د هډوکو لپاره ګټور وي او هغه مواد هم په مویزو کې شتون لري چې هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي.

  • شکر لپاره: کشمش یا مویز په لږه اندازه کالوري لري، خو فایبر یې بیا ډېر وي، چې د شکر کچه برابره ساتي او د خوږو شیانو د خوړلو اشتها مو کموي.

  • دفاعي سیستم لپاره: مویز یا کشمش د ډېرو زیاتو ویټامینو او معدني موادو درلودونکې دي، چې دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي او له ګڼو میکروبونو او ناروغیو څخه مو ژغوري.

  • د وینې د کمښت لپاره: د وینې د کمښت د مخنیوي لپاره کشمش یا مویز ډېر ګټور ګڼل کېږي او د اوسپنې، مس او ویټامین کی په شتون سره د وینې کمښت پوره کوي.

  • د تېزابیت لپاره: کشمش یا مویز په مناسب اندازه پوتاشیم او کلسیم لري، چې د تېزابیت لپاره ګټور وي او له وینې څخه زهرجن مواد خارجوي.

  • د غاښونو لپاره: د کشمشو په جوړښت کې اولیانولیک اسید غاښونه له خرابېدو ژغوري او په پاک ساتلو کې یې ګټور تمامېږي.

  • د شنډېډو لپاره: کشمش د ارجناین په نوم ماده لري چې مني ته پیاوړتیا ورکوي او د شنډېډو مخنیوی کوي.

  • کلیسټرول لپاره: که چېرته کشمش یا مویز په منظم ډول سره استعمال شي نو خراب کلیسټرول کموي او د ښو کلیسټرولو کچه ډېروي.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …