کورپاڼه / هنر او کلتور / سیف علي خان او کرینا کپور یو ځل بیا والدین شول، تیمور وړوکي ورور ته خوشحاله دی

سیف علي خان او کرینا کپور یو ځل بیا والدین شول، تیمور وړوکي ورور ته خوشحاله دی

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند سیف علي خان او ښکلې اداکاره کرینا کپور یو ځل بیا د اولاد څښتنان شول.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې کرینا کپور د شنبې پر ورځ یو بل ماشوم وزېږاوه او خبر یې د تره لور ردیما کپور په ټولنیزو رسنیو خپور کړ، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بالیووډ دې جوړې ته مبارکي ورکړه.

د هندوستان مشهور ډیزاینر منهیش ملهوترا په انستاګرام د سیف علي خان او کرینا کپور له عکس سره لیکلي، چې سیف علي خان او ماته ګرانې کرینا کپور ته دې مبارک وي.

د کرینا کپور او سیف علي خان لومړنی ماشوم څلور کلن تیمور دی، دوی تېرکال په ګډه سره اعلان کړی و، چې یو بل ماشوم یې نړۍ ته راتلوونکی دی او دوی د راتلوونکې ماشوم لياره خوشحاله دي.

د کرینا کپور پلار او پخوانی اداکار رندیر کپور هم د دویم لمسي په راتګ خوشحالي ښودلې، نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې لمسی او کرینا کپور دواړه روغ جوړ دی، ماشوم یې نه دی لېدلی خو له کرینا سره یې خبرې کړي او ورته یې ویلي چې دواړه روغ دي.

نوموړی د تیمور علي خان په اړه وایې، چې د خپل کوچني ورور لپاره خوشحاله دی او روغتون ته د خپل ورور د لېدلو لپاره تللی دی.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …