کورپاڼه / روغتيا / د الوویرا د استعمال او خوراک حیرانوونکې روغتیایي ګټې

د الوویرا د استعمال او خوراک حیرانوونکې روغتیایي ګټې

الوویرا چې د سختو پاڼو په درلودلو اغزي لرونکی ځنګلي بوټی دی، سریښت ناکه ماده یې د روغتیا لپاره ګټوره وي او د پوستکي د ښکلا لپاره هم استعمالېږي. الوویرا یو داسې ځنګلي بوټی دی چې په هر ډول خاوره کې کېږي او سریښت ناکه ماده یې ترخه وي، چې د ډېرو ناروغیو لپاره د درمل په توګه کار ورکوي، د بندونو له درد څخه نېولې تر شکر او دانو پورې په ټولو ناروغیو کې مرستندویه وي.

  • الوویرا وزن کموي: د الوویرا د نورو ګټو ترڅنګ یوه ګټه دا هم لري، چې د خېټې پر شاوخوا کې موجوده اضافي وازده اوبه کوي او د وزن په کمولو کې مرسته کوي، نو هغه څوک چې غواړي وزن کم کړي د الوویرا له استعمال څخه دې ګټه پورته کړي، دغه راز الوویرا د میتابولیزم عملیه تېزوي، د قبض ستونزې حل کوي، کلیسټرول برابر ساتي او زهرجن مواد خارجوي.

  • د ویښتانو لپاره: الوویرا د ویښتانو لپاره ډېر ګټور وي، ویښتان نمجن ساتي، اوږدوي یې او په ښکلا کې یې مهم رول لوبوي، دغه راز د سر د سپوروالي او پخې لپاره هم ګټور وي.

  • بله خوا د الوویرا جیل د پوستکي د ښکلا او د داغونو د له منځه وړلو لپاره غوره درملنه ده، دغه راز پوستکی نمجن ساتي او د سوخت مخنیوی یې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

نخود

چولې چې د غذایي موادو لرونکې وي، حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د چولو په جوړښت کې د پروټینو او فایبرو شتون کالوري او لوږه برابره ساتي …